کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې خو به په ذهني او دماغي ناروغیو اخته نه یاست؟

آیا تاسې خو به په ذهني او دماغي ناروغیو اخته نه یاست؟

که چېرته د کوم شخص دماغي او ذهني روغتیا ښه نه وي، نو اغېزې یې پر ټول شخصیت او ژوند پرېوځي. که غواړو چې شخصیت مو پیاوړی وي نو اړینه ده چې دماغ او ذهن ته توجه وکړو او همدا لامل دی چې په ټوله نړۍ کې دماغي او ذهني روغتیا ته ډېره پاملرنه کېږي.

روغتیایي کارپوهان ذهني فشار د بدني روغتیا ترټولو خطرناک دښمن ګڼي، ځکه چې پر اعصابو، عضلو، زړه او هاضمې سیستم اغېزې کوي او په پایله کې ناروغۍ رامنځته کوي.

که چېرته په بدني ډول خپل ځان روغ او صحت مند احساس کړو نو په دې سره به په ذهني توګه هم غوره واوسو، خو بدني روغتیا بیا له ذهني روغتیا پرته نیمګړې ده، که چېرته زموږ ذهني او دماغي روغتیا لږه هم اغېزمنه شي نو اغېزې به یې زموږ پر بدني روغتیا ضرور پرېوځي.

هغه کسان چې د ژور خپګان ښکار وي، هغوی په بدني ډول هم ځواکمن او تازه نه وي، په ډېره وړه خبره خفه کېږي، طبیعت یې نازک وي او ترڅنګ یې ژر غوسه کېږي.

د مثال په توګه که چېرته تاسې په تېر کې پر یو سړک ټکر کړی وي او کله چې له هغه ځایه تېرېږئ او هغه خاطره دریادېږي نو دا ډېر خطرناک حالت دی باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …