کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا، بنګله دېش ته او سکاټلېنډ بیا هالېنډ ته ماتې ورکړه

سریلانکا، بنګله دېش ته او سکاټلېنډ بیا هالېنډ ته ماتې ورکړه

سریلانکا لوبډلې وروستیو توپ وهونکو یوه داسې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې د بنګله دېش لوبډلې حوصله یې ور ختمه کړه. بله خوا د سکاټلېنډ لپاره مارک واټ او کریس ګریوس د هالېنډ لوبډله پر ملا ماته کړه.

سریلانکا لوبډلې د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب په ۱۲ اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۷۹ منډې جوړې کړې وې، له هغې وروسته د اویشکا فرناندو ۶۲ او چمیکا کرونارتني ۲۹ منډو خپله لوبډله تر بریا ورسوله او بنګله دېش ته یې په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله دېش پاڼۍ تر ډېره د ګډوډۍ ښکار وه، یوازې سومیا سرکار یې د ۳۴ منډو په جوړولو بریالی شو او نورو لوبغاړو خاصه وړتیا ونه ښوده. د سریلانکا لپاره دشمانت چمیرا درې ویکټې ترلاسه کړې.

بله خوا د سکاټلېنډ لوبډلې چټک توپ اچونکي مارک واټ او ورو توپ اچونکي کریس ګریوز ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې، هالېنډ په ۹۰ منډو راټول کړ او په ۳۲ منډو یې بریا ترلاسه کړه.

سکاټلېنډ د هدف په ټاکلو کې ورو پیل وکړ او کالم میکلوډ یې ۳۲ او مایکل لیکس یې ۳۰ منډې وکړې او هدف یې تر ۱۲۲ ورساوه.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …