کورپاڼه / هنر او کلتور / سلیم خان: امیتاب بچن باید نور تقاعد واخلي

سلیم خان: امیتاب بچن باید نور تقاعد واخلي

د بالیووډ فلمونو لیکوال او فلم جوړونکی سلیم عبدالرشید خان ویلي دي، امیتاب بچن نور باید تقاعد شي، ځکه چې هغه پخپل کیریر کې ډېر څه ترلاسه کړي دي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، سلیم خان په خپل تازه مرکه کې د امیتاب بچن په اړه خبرې کړي دي او ویلي یې دي، چې امیتاب بچن باید نور تقاعد واخلي، ځکه نوموړي هغه څه ترلاسه کړي، چې باید ترلاسه کړی وای.

سلیم خان امیتاب بچن ته لارښوونه کوي او وایي چې د ژوند یو څو کلونه باید ځانته هم ځانګړي شي، امیتاب بچن په مسلکي ډول ډېره ښه پاڼۍ لوبولې، هغه باید نور له دې سیالیو آزاد شي او تقاعد واخلي.

نوموړی د تقاعد په اړه وایي، زما لومړنی ژوند په مطالعې او زده کړه تېر شو، بیا د کورنۍ مسولیتونه شول. د بېلګې په توګه اوس زما نړۍ محدوده ده، له کومو کسانو سره چې زما مخه ده، هغه د فلمۍ نړۍ سره تعلق نه لري.

هغه زیاته کړې ده، امیتاب بچن هېرو و او اوس هم دی، خو اوس په کوم فلم کې امیتاب بچن ته مرکزي رول نه ورکول کېږي. دغه راز وایي زموږ په فلمونو کې تخنیکي ښه والی راغلی دی، موسیقي او ایکشن یې ښه شوی، خو ښه کیسه راسره نشته.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …