کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د زرګونه مچیو ترمنځ اوسېږي

هغه شخص چې د زرګونه مچیو ترمنځ اوسېږي

د شاتو له مچیو هر څوک په وېره کې وي او د وېرې لامل یې هم په خطرناک ډول چیچل دي، چې بیا د انسان پر بدن خارښت پیدا کوي او اغېزمنه شوې برخه یې سوخت پیدا کوي.

خو ځینې کسان په حیرانوونکې توګه داسې هم وي، چې د شاتو مچیو ترمنځ پرته له وېرې او خطر ژوند کوي.

د بهرنیو رسنیو پر یوې ویبپاڼې یوه ویډیو خپره شوې ده، په دې ویډیو کې یو شخص د زرګونه شاتو مچیو ترمنځ پرته له وېرې او خطر ولاړ وي.

په یاده ویډیو کې لېدل کېږي، چې دغه شخص نه یوازې دا چې د مچیو ترمنځ ولاړ وي، بلکې د شاتو په ګبین کې لاس ننباسي او د شاتو مچۍ پخپل بیان کې اچوي.

حیرانوونکې خبره داده، کله چې یاد شخص دغه کار کوي نو هغه بېخي د وېرې احساس نه کوي، بلکې داسې احساس کوي چې دغه کار د هغه لپاره عادي دی.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …