کورپاڼه / کرکټ / ګلین میکسویل خپلو مینوالو ته خبرداری ورکړی

ګلین میکسویل خپلو مینوالو ته خبرداری ورکړی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلین میکسویل پر ټولنیزو رسنیو هغه کسانو ته ګواښ کړی، چې د نوموړي پر وړاندې یې غېر اخلاقي او ناوړه ژبه کاروله.

ګلین میکسویل پر ټولنیزه رسنۍ په خپور شوي پیغام کې ویلي دي، که چېرته کوم چا زما د لوبډلې یا زما پر وړاندې غېر اخلاقي ژبه وکاروله نو به زما له لورې بلاک وي.

نوموړي د رایل چیلنجر بېنګلور لوبډلې د رښتینو مینوالو له ملاتړ څخه مننه کړې ده او نفرت خپرونکو ته یې خبرداری ورکړی، که چېرته له ناوړه الفاظو له کارولو لاس وانخلي، نو هغه خلک به سمدستي بلاک کړي.

د یادولو وړ ده چې یوه ورځ وړاندې د آی پي اېل ۲۰۲۱ کال لوبو کې کلکته نایټ رایډرز د رایل چیلنجر بېنګلور ته په ایلیمنټري لوبه کې ماتې ورکړه او د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ کې له له سږنیو سیالیو بهر شوه.

د مینوالو له لورې د رایل چیلنجر بېنګلور په بهر کېدو د یادې لوبډلې پر لوبغاړو نېوکې کړي دي، چې په ځواب کې یې ګلین میکسویل او نورو لوبغاړو مینوالو ته خبرداری ورکړی چې له ناوړه الفاظو دې ډډه وکړي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …