خپلواک وېبپاڼه (٦ دسمبر ٢٠١٩): د احمد شاه ابدالي څلور ورځنيو سياليو په لړ کې د سپين غر او بند امير لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي او د امو او مس عينک لوبډلو ترمنځ په خوست لوبغالي کې لوبې ترسره شوې، چې په وروستۍ ورځ سپين غر د بند امير او امو د مس عينک لوبډلو ته ماتې ورکړې.
په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوې لوبه کې بند امير په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ١٤٥ او په دويمه پاڼۍ کې ٣٥٣ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې د سپين غر لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٣٠٢ او په دويمه پاڼۍ کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٧ منډې وکړې چې د ٤ ويکټو په توپير يې د بند امير لوبډلې ته ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې د بند امير له لوري په لومړۍ پاڼۍ کې ضيا الحق ٤٩ او په دويمه پاڼۍ کې يونس احمدزي ١٠٤ او عثمان غني ٦٣ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د سپين غر له لوري عظمت الله عمرزي په لومړۍ پاڼۍ کې ٣ او طارق ستانکزي ٢ ويکټې ترلاسه کړې او په دويمه پاڼۍ کې وفادار مومند او طارق ستانکزي ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.
د سپين غر له لوري په لومړۍ پاڼۍ کې پروېز ملکزي ٨٩، طارق ستانکزي ٤٢ او عظمت الله عمرزي ٤٠ منډې وکړې. همدا راز د بند امير له لوري عبدالله عادل ٥، شمس الرحمان ٣ او محمد انعام الله ٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه پروېز ملکزي ترلاسه کړه.
په بله لوبه کې چې په خوست لوبغالي کې د امو او مس عينک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، امو په لومړۍ پاڼۍ کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٥٥٦ منډې وکړې او خپله لوبه يې ډيکلير يا ختمه کړه، چې په ځواب کې يې د مس عينک لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٨ او دويمه پاڼۍ کې ١٧٥ منډې وکړې، خو ياد هدف يې پوره نه کړاى شو او د يوې پاڼۍ او ٩٣ منډو په توپير يې له امو لوبډلې ماته وخوړله.
د امو لپاره زاهد زاخېل ٢١٥ ناسوځېدلې، عبدالمالک ٩٦، عبدالواسع ٦٥، جمعه ګل او حاجي مراد مرادي ٥٠-٥٠ منډې ترلاسه کړې. د مس عينک له لوري احسان الله احسان ٢ لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک له لوري په لومړۍ پاڼۍ کې ضيا الحق ١٢٦، رحمت الله سهاک ٤٥ او احسان الله احسان ٤٤ منډې وکړې او په دويمه پاڼۍ کې رحمت الله سهاک ٤٨ منډې وکړې.
د امو له لوري محمد ظاهر او ظهېب ٣-٣، سليم او عبدالواسع ٢-٢ لوبغاړي وسوځول او په دويمه پاڼۍ کې ظهېب په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د مس عينک ٩ لوبغاړي يې په يوازې ځان وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ظهېب ترلاسه کړه.