کورپاڼه / روغتيا / د ادرکو او هوږې د ترکیب پنځه زیانونه

د ادرکو او هوږې د ترکیب پنځه زیانونه

ډېر شمېر خلک د ادرکو او هوږې پیسټ جوړوي، په ډبي کې یې خوندي ساتي او کله چې خواړه تیاروي نو لږ-لږ یې استعمالوي. دا ډول کار نه یوازې د هغوی کار اسانوي بلکې خواړه یې هم خوندور وي.

د ادرکو او هوږې پیسټ پخپل جوړښت کې سوډیم میټابسسولفایټ لري او ترڅنګ یې په جوړښت کې سټرک اسید، سودیم بینزویت او سودیم کلوراید هم لري، چې تر یوې مودې پورې زیانمن نه وي خو وروسته بیا ډېر زیان رسونکي وي

د وخت په تېرېدو یاد پیسټ ځیګر ته زیان رسوي او که چېرته ډېر استعمال شي نو زیان یې په هماغه اندازه ډېر وي. دغه راز په میرمنو کې د رحم رسولۍ هم پیدا کولی شي او سرطان هم پیدا کوي او د ژور خپګان خطر هم ډېروي.

باید یاد ولرئ چې د هوږې او ادرکو پیسټ تر ډېره پورې ونه ساتل شي او که چېرته یوه میاشت پرې واوښتله، نو بیا یې کارول نه وي پکار بلکې دومره باید جوړ شي چې یوه میاشت کار وکړي.

همدا راز کله چې پیسټ تیاروئ نو نیمه کاچوغه کورکمن ضرور استعمال کړئ، ترڅو میکروب ضده ځانګړتیا پیدا کړي او کله چې جوړ شو، نو په یخچال کې یې کېږدئ.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …