کورپاڼه / کرکټ / ګیري سټیډ: د کین ویلیمسن ټپ د اندیښنې وړ نه دی

ګیري سټیډ: د کین ویلیمسن ټپ د اندیښنې وړ نه دی

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ګیري سټیډ ویلي دي، چې کین ویلیمسن ښه دی، ټپ یې کوچنی دی او روغتیا یې د انديښنې وړ نه ده.

ګیري سټیډ د نیوزیلېنډ لوبډلمشر کین ویلیمسن د ټپ په اړه خبرې کړي دي او ویلي دي چې کین ویلیمسن به د پاکستان پر وړاندې لوبې ته بالکل چمتو وي او په نړیوال جام کې لومړۍ لوبې کولو ته بیخي اماده دی.

نوموړي ویلي دي، چې ویلیمسن تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونې آی پي اېل لیګ پرمهال ټپی شو، چې بیا د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې په وروستۍ لوبه کې هم نه و.

د یادولو وړ ړه چې نړیوال شل اوریز جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په عمان او عربي اماراتو کې د هند په کوربتوب ترسره کېږي.

په نړیوال جام کې به نیوزیلېنډ خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۶مه د پاکستان ترسره کړي. دغه راز د نړیوال جام نیمه پایلوبې به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه او پایلوبه به په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …