د مصر د الازهر جومات امام او همدا راز د سترې دیني درسګاه الازهر پوهنتون استاد شیخ احمد الطیب په پښتو ژبه کې ټویټ کړی دی.
هغه په خپل ټویټ کې څوک مخاطب کړي نه دي، خو د ښځو په تعلیم او درناوي يې ټینګار کړی دی. د هغه له پښتو ټویټ نه واضحه کېږي چې دا ټویټ يې د ا.ا د مسوولینو لپاره کړی دی.
هغه په خپل ټویټ کې لیکلي: “اسلام چې راغی د جاهليت دودونه يي له منځه يوړل دوی ښځو ته حق نه ورکولو او د يو ناپشپړ انسان په حيث به يي ورسره چلند کولو چې هيڅ اراده او حقونه نلري.”
هغه همدا راز په خپل ټویټ کې زیاتوي: “د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د ټولو څخه مو غوښتنه ده چې دښځو د تعليم لپاره هلي ځلي وکړي ددوی درناوی وکړي ترڅو بشپړ حقوق ترلاسه کړي.”
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ا.ا له راتګ وروسته یو ستر بحث هم د ښځو د تعلیم، کارونو او نورو حقونو په اړه دی چې نړیوال او په کور دننه پرې خبرې کېږي.