د پاکستان مشهور سندرغاړي علي ظفر د موسیقۍ کیریر لومړنۍ پښتو سندره، چې د سپتمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه خپره شوه، تر اوسه پورې پر یوټیوب ۱۶ میلونه ځلې کتل شوې ده.
د علي ظفر لومړۍ پښتو سندره (لاړ شه پېښور ته) پر ټولنیزو رسنیو د هغه د مینوالو له لورې ډېره ستایل کېږي او په یوازې شل ورځو کې یې ۱۶ میلونه کتونکي پیدا کړي دي.
نوموړي پر انستاګرام سټورۍ د خپل پروډکشن هاوس (لایټنګیل ریکارډز) پر رسمي اکونټ خپور شوی پوسټ شیر کړی او پر خپلې بریا یې خوښي څرګنده کړې ده.
د علي ظفر لومړۍ پښتو سندرې په نوم یوازې دا ویاړ نه دی بلکې په پاکستان کې دغه سندره پر ویډیو خپرونکې اپلیکیشن یوټیوب د موسیقۍ په کټګورۍ کې په پرلپسې ډول په ټاپ ټرینډ کې راغلې ده.
د یادولو وړ ده چې د نوموړي پښتو سندره نه یوازې په پاکستان بلکې په افغانستان او عربي اماراتو کې مېشت پښتانه یې هم ډېره خوښوي.