په جرمني یا المان کې جوماتونو ته اجازه ورکړل شوه چې له دې وروسته په لاسپیکرونو کې اذان کولی شي. دې کار مسلمانان ډېر خوشحاله کړل.
د معلوماتو له مخې، دا کار د جرمني په کولن ښار کې شوی دی او په دغه ښار کې د ښاروالې له خوا په دې اړه اعلان هم شوی دی.
د کولن ښار ښاروالې څه وخت مخکې په یو ټویټ کې دا هم ویلي و، چې جوماتونو ته په لاسپیکر کې د اذان اجازې ورکول د دوی د درناوي په معنا دي.
د جرمني په قانون کې دا هم شته چې د جومات لپاره به په لاسپیکر کې د اذان کولو لپاره جواز اخلي چې د دوه کلونو لپاره وي او په هغې کې ورته ټول د غږ د سرعت او نورې لارښوونې هم شوې دي.
خو بلخوا د کولن ښارواله هنریته ریکر وايي، چې دلته خلک بهر د کلیسا د زنګونو اوازونه هم اوري، نو ښه خبره ده چې مسلمانان اذان هم واوري او دا د مذهبي ازادۍ نښه ده.