په ټولنیزو رسنیو کې د یوې بې وزله ماشومې عکسونه خپاره شوي و، چې د ډېرې بې وزلۍ له امله يې د کور بسترې پلورلې، چې اوس ورسره د خواخوږو افعانانو له خوا مرسته وشوه.
د تېر حکومت د ننګرهار پخواني والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې اړه تازه معلومات خپاره کړي دي او له یادې نجلۍ سره د مرستو په اړه يې پوسټ کړی دی.
هغه په خپل پوسټ کې لیکلي دي: “ټولو مرسته کوونکو څخه 🙏🏻🙏🙏🏻مننه. هغه خورکۍ چې د بې وزلې له امله يې د خپل کور بسترې پلورلی، په هېواد او له هېواده بهر وطنوالو ورسره د زړه له اخلاصه مرستې وکړې.”
نوموړی مخکې لیکي: “ملي اتل کريم خان صادق نن يوه اندازه توکې او نغدې 90 زره افغانۍ ورته وسپارلې، نورې مرستې هم تر لاسه شوي چې ژر به د شينواري صيب لخوا هغه هم وسپارل شي او ګڼ نورو دوستانو هم د مرستو ژمنې کړي.”
د یادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق په خپل نوم یو خېریه بنسټ هم چلوي، چې وخت نا وخت له بې وزلو سره مرستې کوي.