کورپاڼه / هنر او کلتور / نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه نسل پرستي ده. نوموړي دغه خبرې له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې کړي دي.

نوازالدین صدیقي په یو بیان کې ویلي دي، چې د بالیووډ فلمي صنعت کې خپلولي نه، بلکې نسل پرستي ترټولو لویه ستونزه ده. نوموړي دغه راز د خپل فلم (سیریس مین) په اړه ویلي چې فلم جوړونکي سدیر سره د سینما غوره معلومات شته او هغه ویلي دي چې د هغه فکر کول ډېر عملي دي.

هغه د خپل فلم مرستیالې اداکارې اندرا تیواري په اړه ویلي دي، چې سدیر، اندرا د هیروین په توګه ټاکلې، زه به ډېر خوشحاله شم، که چېرته هغې ته بیا په کوم فلم کې مرکزي رول ورکړل شي.

صدیقي زیاته کړې، هندي سینما کې د خپلوۍ پاللو څخه لویه ستونزه نسل پرستي ده او د هغه په فلم کې له کردار وروسته دا ویلی کېږي چې اوس په هندي سینما کې ډېره نسل پرستي نشته. هغه ویلي زه د نسل پرستۍ پرخلاف له څو کلونو راهیسې مبارزه کوم او زما هیله ده چې تور یا غنمرنګه اداکارې هم هیروینې شي.

نوموړي دغه راز دا هم ویلي چې زه د چا د رنګ په اړه خبرې نه کوم، خو دا ستونزه په فلمي صنعت کې شته او د ښو فلمونو لپاره نور باید ختمه شي. صدیقي وایي چې تر څو کلونو پورې ماته هم وخت چاته نه راکاوه، ځکه زه ټیټ قدی وم.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …