کورپاڼه / روغتيا / آیا ګاز لرونکي مشروبات په رښتیا وزن کموي؟

آیا ګاز لرونکي مشروبات په رښتیا وزن کموي؟

د ګاز لرونکو مشروباتو په اړه په عام ډول ویل کېږي، چې ددې مشروبات استعمال د وزن په کمولو کې مرسته کوي، خو اوس نوې څېړنې په دې تړاو داسې موندنې کړي چې حیران به مو کړي.

د دی سن ورځپاڼې د راپوز پر اساس روغتیایي کارپوهانو ویلي چې کوک، پیپسي، ډیو او نور ګاز لرونکي مشروبات د وزن په کمولو کې مرسته نه کوي بلکې برعکس وزن ډېروي.

په چین کې د ژینګ جاو پوهنتون روغتیا پالانو په یاده څېړنه کې یو میلون کسان تر څېړنې لاندې ونېول او د هغوی شل کلنه روغتیایي ډیټا یې هم ترلاسه کړه.

څېړونکو دغه پایلې، چې ګاز لرونکې مشروبات د وزن کمولو برعکس د وزن زیاتولو سبب کېږي، وروسته له هغې راویستې کله چې د څېړل شوو کسانو د ګاز لرونکو مشروبات څښلو عادت سره پرتله کړ.

د څېړونکې ډله مشر استاد کیتلین پیچ ویلي دي، چې مصنوعي خوږوالي لرونکي مشربات څښل دماغو ته دوکه ورکوي او په پرلپسې ډول د لوږې احساس ورکوي، چې بیا په پایله کې خلک ډېر خوراک کوي او په چاغښت یې اخته کوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …