کورپاڼه / روغتيا / هغه توکي چې په استعمال سره یې د وینې شکر کمېږي

هغه توکي چې په استعمال سره یې د وینې شکر کمېږي

زموږ په وینه کې د شکر کچه د ورځې په جریان کې ادلون، بدلون کوي، چې دا دومره لویه ستونزه نه ده بلکې اړینه داده چې موږ باید دغه کچه کابو کړو ترڅو له خطرناکو ناروغیو یې خوندي پاتې شو.

اوس یو روغتیایي کارپوه په دې اړه داسې تدابیر ښودلي دي چې په مرسته یې کولی شو چې پخپل بدن کې د شکر کچه تر ډېره کابو کړو.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس د کیري بیسن په نوم یو کارپوه وایي، چې د انارو جوس څښل، په منظم ډول قدم وهل، له ذهني فشار څخه ځان ساتل او له هغه خوراکي توکو ځان ساتنه چې هغه ډېر شکر لري. دا هغه عوامل دي چې په مرسته یې د شکر کچه برابرولی شو.

کیري بیسن ویلي دي د انارو جوس د وینې د شکر په کنترول کې دومره مرستندویه تمامېږي، چې په یو ګیلاس جوسو څښلو سره یوازې پنځلس دقیقو کې د وینې شکر کنترولېږي او دا خبره د شکر پر دواړه ډوله ناروغانو د ترسره شوې څېړنې څخه معلومه شوې ده.

دغه راز هره ورځ له پنځلس تر دیرش دقیقو پورې ورزش کول په وینه کې د شکر استعمال ډېروي او په پایله کې د وینې شکر کمېږي او ترڅنګ یې باید ډېرې اوبه وڅښو چې په دې ډول اضافي شکر د انسان له بدن څخه د متیازو له لارې وځي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …