کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ترافیکي پېښې هم کنترولېږي

اوس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ترافیکي پېښې هم کنترولېږي

د یوې اندازې له مخې هر کال د ۱.۳ میلونو په شاوخوا کې خلک د ترافیکي پېښو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي او له شل میلونو څخه ډېر کسان ټپي کېږي او زیات شمېر معذور کېږي.

په دې اړه اوس ملګرو ملتونو د نړیوالو سوداګرو، شتمنو او نورو هېوادونو پرمټ د ترافیکي پېښو د کنترول لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو لارښوونه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي چې مصنوعي ځیرکتیا په بېلابېلو لارو چارو د سړک بنسټیز جوړښت ته ښه والی راولي او په جوړښتي چوکاټونو کې یې نوی والی رامنځته کوي.

هغه هېوادونه چې په هغې پر سړکونو د ترافیکي پېښو په سبب ډېر شمېر انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د هغوی لپاره اړینه ده چې د نوې ټیکنالوژۍ له ګټو هرځای او شخص برخمن کړي.

د ملګرو ملتونو د ټیکنالوژۍ ځانګړې استازې فرانسیسکا سپاټولیسانو پر وینا دا اقدام په حقیقي نړۍ کې د ټیکنالوژۍ په ستونزو د فکر کولو د یادونې وړ هڅه ده، چې د خلکو ژوند له یو لحاظه اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

وټساپ مو خبرې اترې (چیټ) پټ هم ساتلی شي

آیا پوهېږئ که چېرته تاسې غواړې چې پر وټساپ ترسره کېدونکې خبرې اترې (چیټ) پټ …