کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي: تر اوسه په رسمي ډول د ښځو پر لوبو کوم بندیز نشته

عزیزالله فضلي: تر اوسه په رسمي ډول د ښځو پر لوبو کوم بندیز نشته

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي ویلي دي، چې په هېواد کې تر اوسه پورې په رسمي ډول د ښځو پر لوبو کوم بندیز نشته. هغه دا خبرې له الجزیره خبري اژانس سره په مرکه کې کړي دي.

فضلي ویلي دي، په هېواد کې مو د ښځینه کرکټ لوبغاړو په اړه د ا.ا مشرانو سره خبري کړي، هغوی منلې چې په هېواد کې د ښځو پر لوبه په ځانګړي ډول د ښځو پر کرکټ هیڅ بندیز نشته او کومه ستونزه ورسره نلري.

نوموړي زیاته کړې ده، چې تر اوسه پورې دوی نه دي ویل شوي چې ښځې دې لوبه نه کوي، له موږ سره له تلس کلونو د ښځو لوبډله ده، هغه هم دومره غټه لوبډله نه ده.

فضلي دغه راز ویلي چې موږ باید خپل مذهب او کلتور په ذهن کې ونیسو، که چېرته ښځینه لوبغاړي په دې دایره کې لوبه کوي، نو د هغوی سره هیڅوک ستونزه نه لري، خو د فوټبال په څېر لباس د اسلام خلاف دی.

هغه دا هم ویلي چې ورزش کول ستونزه نه ده، موږ له تېرو دوو میاشتو راهیسې تمرین کوو او د نوي حکومت په راتګ سره اوس هم لګیا یو او نوی حکومت د لوبو ملاتړ کوي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …