کورپاڼه / هنر او کلتور / سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، چې د کوچني زوی جهانګیر له زېږون وروسته یې مشر زوی تیمور مسولیت منونکی شوی.

د هندي رسنیو راپورونه وایي، چې سیف علي خان د کوچني زوی جهانګیر له زېږون وروسته د تیمور په چلند کې د بدلون په اړه غږېدلی او ویلي دي چې، په تیمور کې یو بدلون ضرور راغلی، لومړی هغه کوچنی و خو اوس غټ شوی دی.

نوموړي ویلي، تیمور له زومبې او پوځ سره ډېره لېوالتیا لري او پخپلو لوبو سره کوچنی ورور ډېر خندوي. هغه زیاته کړې ده چې ګرځبندیز زموږ لپاره ښه ثابت شو، زموږ د کورنۍ ماشومان ډېر مینه ناک او آرامه دي، موږ ډوډۍ پخوله، کتابونه مو لوستل، موسیقي مو اورېدله.

سیف علي دا هم ویلي، زه او کترینه د کار ترڅنګ کورنۍ ته هم وخت ورکوو، لکه څنګه چې موږ ته کور اړین دی، همداسې کار هم راته اړین دی، موږ د رخصتۍ ورځې په ګډه تېروو، کورنۍ ته وخت ورکوو او د کار او شخصي ژوند توازن ساتو.

نوموړي زیاته کړې ده، چې زه او کترینه کورنی ژوند ډېر ښه تېروو، له ماشومانو سره یوځای وخت تېروو او یو بل ته خواړه پخوو او له دې ډېر اړین کوم کار نشته.

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …