کورپاڼه / خپلواک / راشد خان عمرې ته تللى
راشد خان

راشد خان عمرې ته تللى

خپلواک وېبپاڼه (٦ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان عمرې ته تللى دى، چې له هغه سره د عمرې د ادا کولو لپاره فريد ملک او جاوېد احمدي هم تللي دي.

په کعبه کې راشد خان خپل اخيستل شوى انځور هم په ټويټر خپور کړى دى او همدا راز په فېسبوک خپرو کړو انځورونو کې ورسره بيا فريد ملک او جاوېد احمدي هم ليدل کېږي، چې درې واړه د عمرې ادا کولو لپاره اوس په سعودي عربستان کې دي.

ويل کېږي چې راشد خان له هند څخه نېغ سعودي عربستان ته تللى دى. افغانستان په هند کې د ويسټ انډيز سره لوبې درلودې، چې دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې.

دا هم ولولئ:

راشد خان: پلاره نن مې ډېر زيات يادېږې

راشد خان: اوس د واده اراده نه لرم

راشد خان: د نړۍ غوره سپينران لرو

په دغه لوبو کې لومړى ٣ يو ورځنۍ لوبې ترسره شوې چې ويسټ انډيز په ٣-٠ سره وګټلې، همدا راز تر هغه وروسته بيا د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره شوه چې په دغه لوبلړۍ کې افغانستان په ٢-١ کې بريا خپله کړه، ورپسې يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره شوه، چې ياده لوبه په دريمه ورځ باندې ويسټ انډيز د ٩ ويکټو په توپير وګټله.

دا د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې لومړۍ ټېسټ لوبه وه چې افغان لوبډلې پکې ماته وخوړه، همدا راز بيا يې لومړۍ شل اوريزه لوبلړۍ وه چې د راشد خان په لوبډلمشرۍ ترسره شوه او افغان لوبډله بريالۍ شوه، همدا راز د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې په لومړي ځل ترسره شوه او افغانستان پکې ماته وخوړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …