کورپاڼه / جالب / یوه فضایي ډبره د یو کور پر چت راپرېوتې ده

یوه فضایي ډبره د یو کور پر چت راپرېوتې ده

د کاناډا په یو کوچني ښار سینټ لویي کې څو ورځې وړاندې یوه ډېره حیرانوونکې پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې یوه آسماني تیږه (شهاب ثاقب) د یو کور پر چت راپرېوته او د یوې میرمنې په بالښت راولوېده، خو هیڅ زیان ورته ونه رسېده.

د اکتوبر په څلورمه نېټه ځینو خلکو یوه داسې ګرده روښنایي لرونکې ډبره ولېدله چې پر ځمکه رالوېده. دا تیږه د یادې سیمې د لونګ ټایم ګولډن په سیمه کې د یوې میرمنې په کور پرېوته.

د رت هیملټن په نوم میرمنې د چت له ماتېدو له زورور چادون.ې په غږ باندې رابیداره شوه او پر مرخ یې خاورې او ګردونه حس کړل. کله چې له خوب څخه بیداره شوه، نو سمدستي له کوتې ووته او لایټ یې روښانه کړ او تر ډېره نه پوهېده چې څه پېښ شوي.

یو ناڅاپه د هغې نظر پر بالښت پرېوته، چېرته چې د آلو په څېر یوه تیږه پرته وه، بیا هغې پولیس راوغوښتل، پولیسو بیا ورته وویل چې دا یوه آسماني ډبره ده او پر چت رالوېدلې ده.

په دې پېښه کې میرمن بالکل خوندي پاتې ده. هغې په دې فضایي ډبره خپل کور ښکلی کړی دی. رت ویلي دي چې دا ډبره ښایي میلونونه کاله پخوانۍ وي او لمسیان او کړوسیان به په مینه ګوري.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …