کورپاڼه / کرکټ / هند نړیوال جام ته خپله وروستۍ لوبډله اعلان کړه

هند نړیوال جام ته خپله وروستۍ لوبډله اعلان کړه

هند د نړیوال شل اوریز جام لپاره خپله وروستۍ او نهایي لوبډله اعلان کړه، چې په دې لوبډله کې یو بدلون راغلی دی، هغه دا چې اکشر پټیل یې کېنولی او پرځای یې شردل ټاکور پورته کړی دی.

د هند په لوبډله کې ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، روهېت شرما، کوشل لوکېش راهول، سوريا کومار يادیو، رېشب پنټ، ایشان کیشان، هارډېک پنډيا، رویندرا جدیجا، راهول چهار، رویچندرن اشوین، وارون چکرورتهي، بووینېشوار کومار، جسپريت بومرا، محمد شامي او شردل ټاکور ځای لري.

د شل اوریز کرکټ نړیوال جام، چې باید په ۲۰۲۰ کال ترسره شوی وای، خو د کرونا وایروس په سبب وځنډېده او اوس د روانې اکتوبر په ۱۷مه پیلېږي.

د نړیوال جام دغه لوبې په دوو پړاوونو کې د هند په کوربتوب په عمان او عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې په لومړي پړاو کې اته او په دویم پړاو سوپر (۱۲) کې به دولس لوبډلې په دوو ګروپونو کې سره لوبې وکړي.

په لومړي پړاو کې عمان، پاپو نیوګیني، سریلانکا، بنګله دېش، ایرلېنډ، هالېنډ، سکاټلېنډ او نمیبیا لوبې کوي. دغه راز په سوپر (۱۲) پړاو کې افغانستان، هند، پاکستان، نیوزیلېنډ، انګلستان، استرالیا، سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلې له وړاندې شتون لري.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …