کورپاڼه / کرکټ / د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ لوبډله پاکستان ته ځي

د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ لوبډله پاکستان ته ځي

د ویسټ کرکټ بورډ منلې ده چې ښځینه کرکټ لوبډله یې پاکستان ته د لوبو لپاره ځي او دواړو کرکټ بورډونو د لوبو د مهالویش په اړه خبرې کړي.

د پاکستان او ویسټ انډیز ښځینه لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام د کوالیفای رونډ ته د چمتوالي په لړ کې د لوبلړۍ په ترسره کولو له وړاندې خبرې شوې وې، خو په اوسنیو حالاتو کې یې د امنیتي ګواښونو په سبب یاده لوبلړۍ یو څه وځنډوله.

د پاکساني رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې اوسمهال د دواړو لوبډلو په تړاو مثبت پرمختګ شوی او د ویسټ انډیز کرکټ منلې ده چې پاکستان ته ښځینه لوبډله استوي.

راپور زیاتوي د یوه ورځنیو لوبو لړۍ به د نومبر په ۸مه، ۱۱مه او ۱۳مه نېټه په کراچۍ کې ترسره شي او له هغې وروسته به دواړه لوبډلې د نړیوال جام کوالیفای لپاره زمبابوې ته لاړې شي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې ده،چې د ویسټ انډیز نارینه وو لوبډله به هم پاکستان ته راشي او ویل کېږي چې د دسمبر په میاشت کې به یاد هېواد ته راشي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …