کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډهلي کپیټلز د کلکتې لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه

ډهلي کپیټلز د کلکتې لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ښې اچونې د ډهلي کپیټلز لوبډله پرېنښوده، چې ستر هدف پسې لاړه شي. یادې لوبډلې کلکتې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.

هند تجارتي ليګ یا آی پي ایل دویمه کوالیفای لوبه د ډهلي کپیټلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه کړې.

ډهلي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې شکر دهوان ۳۶، شریاس ایر ۳۰، پریتي شو او سټونس ۱۸-۱۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکتې له لورې په توپ اچونه کې ورون چکرورتي ډېر ښه وځلېده، هغه دوه لوبغاړي وسوځول. دغه راز لوکي پریګوسن او شیوام ماوي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړه که چېرته له دواړو لوبډلو کومه لوبډله بریا ترلاسه کوي نو هغه به پایلوبې ته لار مومي او له چینای سوپر کینګز سره به لوبه کوي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …