کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبډله له قطر څخه عربي اماراتو ته روانه شوه

ملي لوبډله له قطر څخه عربي اماراتو ته روانه شوه

د کرکټ بورډ د اعلامیې پر اساس، د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون په موخه له قطر هېواد څخه متحده عربي اماراتو ته روانه شو.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډله قطر ته تللې وه، هلته یې تمریناتي کیمپ هم په لاره اچولی و او له کوربه لوبډلې سره یې یوه لوبه هم ترسره کړه، چې بریا یې پکې ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې درې ورځې وړاندې د کرکټ بورډ له لورې نړیوال جام ته لوبډله اعلان شوه، چې په هغې کې د پنځلس کسیزې لوبډلې ترڅنګ څلور اختیاطي لوبغاړي هم شامل دي.

په لوبډله کې شهزاد محمدي، حضرت ځاځی، عثمان غني، رحمن الله ګربز، حشمت شهیدي، اصغر افغان، نجيب ځدراڼ، محمدنبي، ګلبدين نايب، کريم جنت، راشد خان، مجيب الرحمن، نوين الحق، حمید حسن او فريد ملک شامل دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې دولت ځدران، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری او فضل فاروقي ځای لري. افغان لوبډله به له نړیوال جام وړاندې د اکتوبر په ۱۸مه د سویلي افریقا او په ۲۰مه نېټه له ویسټ انډیز سره تمریني لوبې لري.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …