کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پایلوبې ته لار وموندله

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پایلوبې ته لار وموندله

اشوین په وروستي اور کې د ډهلي لپاره د ۷ منډو د دفاع لپاره اور وکړ، که څه هم پرلپسې دوه ویکټې یې ترلاسه کړې، خو په پنځم توپ راهول تریپاتي شپږیزه ترلاسه کړه او کلکته یې تر پایلوبې ورسوله.

هند تجارتي ليګ یا آی پي ایل دویمه کوالیفای لوبه د ډهلي کپیټلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ډهلي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې شکر دهوان ۳۶، شریاس ایر ۳۰، پریتي شو او سټونس ۱۸-۱۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکتې له لورې په توپ اچونه کې ورون چکرورتي ډېر ښه وځلېده، هغه دوه لوبغاړي وسوځول. دغه راز لوکي پریګوسن او شیوام ماوي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کلکتې د ۱۳۶ منډو هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې له ډلې یې وینکټیس ایر ۵۵ او شبمن ګیل ۴۶ منډې جوړې کړې. د ډهلي لپاره انریچ نورتجي، اشوین کګیسو رباډا دوه-دوه او عویش خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …