کورپاڼه / هنر او کلتور / اریان خان: څوک چې هنرمند ته ډم وايي په خپله ډمان دي

اریان خان: څوک چې هنرمند ته ډم وايي په خپله ډمان دي

د افغانستان مشهور موډل، سندرغاړی او اداکار اریان خان هغه خلکو ته په غصه شوی، څوک چې هنرمندانو ته د ډم لفظ کاروي.

په لر و بر پښتنو کې اوس هم داسې ډېر خلک شته، چې هغوی اداکاران او سندرغاړي د ډمانو په نوم یادوي، چې کله نا کله بیا دا خلک هم ورته غبرګون ښکاره کوي.

اوس اریان خان په خپل یو پوسټ کې دغه خلکو ته غصه شوی دی. هغه په خپل پوسټ کې لیکلي دي چې هغه خلک چې هنرمند ته ډم وايي هغه په خپله هر ډول ته ګډیدلي خلک او ډمان دي.

د اریان خان دغه پوسټ ته هم ډېرو خلکو بېلا بېل غبرګونونه ښکاره کړي دي، که ځینو خلکو يې ملاتړ کړی دی، نو ځینو خلکو ورسره بیا مخالفت هم ښکاره کړی دی.

د یادولو وړ ده چې اریان خان څو ورځې وړاندې په خپله یوه لیکنه کې د ا.ا مشرانو نه غوښتنه کړې وه، چې ډمان او هنرمندانو کې دې فرق وکړي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …