کورپاڼه / خبرونه / کریسټیانو رونالډو د نړیوال جام کوالیفای لوبه کې هیټریک وکړ

کریسټیانو رونالډو د نړیوال جام کوالیفای لوبه کې هیټریک وکړ

د فوټبال لوبو په نړیوال جام کوالیفای سیالیو کې پرتګالي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د لیګز مبرګ لوبډلې پر وړاندې د ګولونو هیټریک وکړ.په ای ګروپ کې د پرتګال لوبډلې د لیکزمبرګ لوبډلې پر وړاندې ۵-۰ پر وړاندې په زړه پورې بریا ترلاسه کړه او په دې لوبه کې کربسټیانو رونالډو ډېر ښه وځلېده، هغه په پرلپسې ډول درې ګولونه وکړل.

په دویمه لوبه کې انګلستان او هینګري لوبډلې ۱-۱ پر وړاندې سره لوبه مساوي کړه. انګلستان لوبډله د نړیوال جام کوالیفای کولو لپاره لږ تر لږه څلورو نمرو ته اړتیا لري او دوه لوبې هم لري.

د نړیوال جام په کوالیفای سیالیو په آی ګروپ کې هینګري لوبډلې په ۲۴مه دقیقه کې ګول وواهه، چې بیا د انګلستان لخوا په ۳۷مه دقیقه کې سټونس ګول وهنه وکړه او لوبه یې برابره کړه.

خو د یادې لوبې په دویمه نیمایي کې هیڅ لوبډله په دې ونه توانېده چې ګول وهنه وکړي، چې په دې ډول یې لوبه مساوي پای ته ورسېده.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …