کورپاڼه / اسلام / د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د دنیا هره ناروغي او اندیښنه ختموي. په دې دعا کې ډېر نغښتی دی، نو تاسې هم دا دعا یاده کړئ یا یې له ځان سره وساتئ او په ستونزمن کې ترې ګټه پورته کړئ.

دا باید په یاد ولرئ چې د انسان په ژوند کې دوه ورځې سره ورته نه وي، که چېرته نن پیاوړی یې، سبابه ښایي ضرور کمزوری یا ناروغ یې. د انسان پر ژوند ډېر کیفیات تېرېږي، کله په احساساتي ډول او کله په بدني ډول ناروغېږي.

نو په داسې حالت کې له دعا سره-سره باید له الله تعالی مرسته وغوښتل شي، هغه ته رجوع وشي او د ځان لپاره ښې دعاګانې وشي، که ناروغ د ځان لپاره دعا نشي کولی نو د کور کوم کس دې ورته دعا وکړي.

عبدالله ابن مسعور رضي الله روایت کوي، چې له یو داسې شخص څخه تېرېده چې هغه سخت ناروغ و، بیا عبدالله ابن مسعود رضي ورته په غوږ کې د سورت المومنون دا آیت ولوسته او هماغه ساعت ورغېده او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم هلته شتون درلوده.

رسول الله وپوښتل چې کومه آیت، کومه دعا دې ولوسته؟ عبدالله ابن مسعود ورته وویل، چې ما د آیت ولوسته:((اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّ اَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ فَتَعٰلَى اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّۚ-لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَۚ-رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ وَ مَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَۙ-لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖۙ-فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖؕ-اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ وَ قُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَ ارْحَمْ وَ اَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ۠))

دا هم ولولئ

آیا له کوژدې وروسته کېدونکې ښځه او خاوند سره اړیکه لرلی شي؟

کله چې د دوو تنو یعنې ښځې او خاوند ترمنځ نکاح وتړل شي، نو دغه …