کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مسلمیار: تـا لـیـبـا نو تېر حکومت، اردو او ۴۸ هېوادونو ته ماتې ورکړه
فضل هادي مسلميار

مسلمیار: تـا لـیـبـا نو تېر حکومت، اردو او ۴۸ هېوادونو ته ماتې ورکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، چې تـا لـیـبـا نو تېر حکومت، ملي اردو او د تېر حکومت ۴۸ ملاتړو هېوادونو ته ماتې ورکړې ده.

فضل هادي مسلمیار چې په تېره شل کلنه دوره کې د حکومت برخه و، په جمهوریت کې يې ډېر څه ترلاسه کړل او له یو غریب کس نه یو لوی شتمن جوړ شو.

نوموړې له ازادي راډیو سره د تېر حکومت په اړه په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې هغه په دې نه دی خبر چې څنګه په دوه اونیو کې تېر حکومت او پوځ ړنګ شو.

هغه په خبرو مې زیاتوي، چې دا څرګنده خبره ده چې تـا لـیـبـا نو یوازې حکومت او ملي اردو نه بلکې د دوی ۴۸ ملاتړو هېوادونو ته يې هم ماتې ورکړه.

د یادولو وړ ده چې فضل هادي مسلمیار یو له چارواکو څخه دی چې تراوسه پورې په افغانستان کې پاتې دی او د ا.ا حکومت له راتګ وروسته له افغانستان نه نه دی وتلی.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …