کورپاڼه / کرکټ / د پاکستان کورني کرکټ (ملي شل اوریز جام) اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډله خپله کړه

د پاکستان کورني کرکټ (ملي شل اوریز جام) اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډله خپله کړه

د پاکستان کورني کرکټ (ملي شل اوریز جام) سیالیو اتلولي یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا لوبډلې پخپل نوم کړه. یادې لوبډلې په پایلوبه کې سنټرل پنجاب ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، خیبر پښتونخوا ور پکې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړه او د ۱۴۹ منډو هدف یې په ۱۷ اورونو کې د درې ویکټو په زیان پوره کړ او افتخار احمد د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې لوبه کې خیبر پښتونخوا د پچې تر ګټلو وروسته سنټرل پنجاب ته د توپ وهنې موقع ورکړه او د کامران اکمل ۴۲، احمد شهزاد ۴۴ او قاسم اکرم د ۲۰ منډو پرمټ یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

د خیبر پښتونخوا له لورې لوبډلمشر افتخار احمد او محمد عمران درې-درې ویکټې ترلاسه کړې. د یادې لوبډلې په توپ وهنه کې هم افتخار احمد ۴۵ او عادل امین ۲۵ منډې جوړې کړې.

افتخار د شپږو، څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته په  ۱۹ توپونو ۴۵ منډې وکړې او د یوه ښه الراونډر په توګه یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته. د سنټرل پنجاب لخوا ثمین ګل، محمد فیضان او قاسم اکرم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

انګلستان، هند ته، نیوزیلېنډ، استرالیا ته او نمیبیا د سریلانکا لوبډلې ته هدف وټاکه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې انګلستان، هند د ۱۸۹، …