کورپاڼه / جالب / آیا د نړۍ د لوړ قد لرونکې میرمن پېژنئ؟

آیا د نړۍ د لوړ قد لرونکې میرمن پېژنئ؟

د نړۍ ترټولو لوړ قدې یا د جګې ونې لرونکې میرمنې د ګنیز نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ او د ګنیز ادارې هم تایید کړې دغه میرمن ترټولو اوږد قد لري.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د ترکیې اوسیدونکې رومیسا ګیلګي د نړۍ ترټولو لوړ قامته میرمن ګڼل شوې ده او د ګنیز په ریکارډونو کې ځای خپل کړی دی.

د ګنیز نړیوالو ریکارډونو کتاب ادارې ویلي دي، چې رومیسا ګیلګي له اوو فوټو څخه لوړ قد او قامت لري او په همدې حساب یې د لوړ ونې میرمنې ریکارډ جوو کړی.

راپور زیاتوي چې رومیسا ګیلګي اوه فوټه او اوه انچ لوړ قد لري او یو ډول (ویور سنډروم) ناروغي لري، په دې ناروغۍ کې ونه ډېره په تېزۍ سره لوړېږي.

رومیسا ویلي دي، هر زیان ستاسو په ګټه بدلېدلی شي، نو خپل ځان ومنئ چې تاسو څوک یاست. رومیسا له دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال د نړۍ د لوړ قدې او کمه عمر میرمنې ریکارډ په نوم کړی و.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …