کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې وساتل شي، د یو نو فیچر یا ځانګړنې د معرفي کولو اعلان کړی دی.

د فرانسې د هوګن له څرګندونو وروسته د فیسبوک ادارې د خپل اعتبار د زیاتولو لپاره پر انستاګرام ځوانانو ته د زیان رسولو مخنیوی لپاره هڅې پیل کړي دي.

د فیسبوک د نړیوالو چارو مرستیال مشر اعلان کړی دی، چې پر انستاګرام یې د (تیک ای بریک) یو داسې فیچر وړاندې کړی دی، ترڅو ځوانان د ټولنیزو شبکو ویبپاڼو له زیانونو وساتي.

د فیسبوک مرستیال مشر زیاته کړې ده، چې د شرکت له لورې پر ټولنیزو رسنیو د داسې موادو څخه د لېرې کېدو په اړه خبراوی ورکړی، چې د هغوی شخصیت ته زیان رسوي.

د یادولو وړ ده چې د فیسبوک پخواني کارمند او د ډیټا ساینسپوه فرانسس هوګن ویلي ول، چې فیسبوک تل نفرت خپرونکو او غلطو معلوماتو هڅونه کوي او کله چې د شرکت د ګټو خبره راځي نو خپلې ګټې په نظر کې ساتي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …