کورپاڼه / جالب / امریکا کې یو حیرانوونکی کیشپ پیدا شوی

امریکا کې یو حیرانوونکی کیشپ پیدا شوی

په امریکا کې یو داسې حیرانوونکې کیشپ، شمشتۍ (کاسه ګړب) پیدا شوی دی، چې دوه سرونه لري. راپورونه زیاتوي چې د امریکا په میساچوسټس ایالت کې دوه اوونۍ وړاندې د دوو سرونو لرونکې کیشپ پیدا شوې ده.

دا کیشپ پر یو وخت یو سر له اوبو راباسي او بل سر یې بیا په اوبو کې وي او څېړونکې په دې اړه څېړنې کوي. دې کیشپ ته سرې حشرې او ځانګړي ګولۍ ورکول کېږي.

ساینسپوهانو ویلي دي چې ددې کیشپ سرونه بېل-بېل کار کوي، ځکه چې دا کیشپ په یو وخت کې د ساه اخیستلو لپاره یو سر له اوبو څخه باسي. یوازې دا نه بلکې په کیشپ کې دننه د معدې دوه سیستمونه دي او بدن دواړو برخو ته خوراک رسېږي.

ساینسپوهان زیاتوي چې دا په اصل کې یو نه، بلکې غبرګې کیشپ دي او د جنین د ودې پرمهال جینیټکي او چاپیریالي عوامل یې سببونه کېدلی شي او د غبرګو ماشومانو په څېر د بدن ځینې برخې یې شریکې دي.

دغه کیشپ دوه سرونه او شپږ پښې لري او معایناتو معلومه شوه چې په دې کې کیشپ کې دوه د ملا تیرونه دي او د بدن په لاندینۍ برخه کې سره یوځای شوي او معدې یې بېلابېلې لارې لري.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …