کورپاڼه / اسلام / که د غاښ درد لرئ، په مالګه دا سورت ووایئ او پر غاښ یې ووهئ

که د غاښ درد لرئ، په مالګه دا سورت ووایئ او پر غاښ یې ووهئ

د غاښ درد یو داسې درد دی چې نن سبا یې ډېر شمېر خلک اغېزمن کړي. دغه راز غاښونه د پخوا په پرتله کمزوري شوي هم دی او همدا لامل دی چې په ناڅاپي ډول په غاښ کې درد رامنځته کېږي، چې روحاني طریقه درښیو.

ددې لپاره یوه کاچوغه مالګه راواخلئ، په اوداسه سره به پرې یوویشت ځلې سورت قریش ولولئ او مالګه به پرې دم کړئ او بیابه دا مالګه راواخلئ او پر اغېزمن شوي غاښ به یې کېږدئ او خوله به بنده کړئ.

څنګه چې له خولې اوبه وځي نو درد به کمېږي، که چېرته دوه یا درې ځلې دا عمل تکرار شي نو ان شاءالله چې درد به ورک شي.

د دویم ځل لپاره یې بیا تکراروم، چې یوه کاچوغه مالګه راواخلئ، یوویشت ځله پرې سورت قریش ولولئ او ور چوف به یې کړئ، بیابه یې پر اغېزمن شوي غاښ کېږدئ، خوله به بنده کړئ او وروسته به غړغړه وکړئ او په تو کولو به یې درد ورک شي.

هر عمل یا وظیفه د انسان د ښه والي لپاره وي او دا عمل هم د انسان د ښه والي لپاره دی. که چېرته د غاښ درد لرئ نو په ذکر شوو خبره عمل وکړئ، ان شاء الله چې ستونزه به مو حل شي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …