کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ا.ا د پاکستان PIA شرکت ته اخطار ورکړ
PIA

ا.ا د پاکستان PIA شرکت ته اخطار ورکړ

د ا.ا مسوولینو د پاکستان دولتي الوتکې PIA شرکت ته اخطار ورکړی چې د خپلو ټیکټونو بیه دې کمه کړي، که نه کابل ته په ورتګ به يې بندېز ولګول شي.

د معلوماتو له مخې، د ا.ا له خوا د افغانستان د نیولو وروسته افغانستان ته د ټولې نړۍ هوايي شرکتونو د الوتکو لېږل درولي دي، خو د پاکستان د دولتي شرکت الوتکې بیا اسلام او کابل ترمنځ الوتنې کوي.

همدا راز د پاکستان حکومت بیا د افغانستان د کام ایر شرکت پاکستان ته په ورتګ هم بندېز لګولی دی، چې له امله يې هر څه د پي ای اې په لاس کې دي.

بلخوا بیا پي ای اې له کابل څخه اسلام اباد ته د یو ټیکټ بیه له ۱۵۰ ډالرو څخه ۲۵۰۰۰ ډالرو ته پورته کړې ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې پراخې نیوکې هم شوي دي.

اوس تازه د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې پي ای اې دې خپل ټیکټونه د جمهوریت د وخت نرخ ته راټیټ کړي، ګني په ورتګ به یې بندېز ولګول شي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …