کورپاڼه / روغتيا / د ځیرک موبایل او ټابلیټ استعمال د ماشومانو سترګې اغېزمنوي

د ځیرک موبایل او ټابلیټ استعمال د ماشومانو سترګې اغېزمنوي

څېړونکو د یوې نوې څېړنې له مخې خبرداری ورکړی چې په ځانګړي توګه کوچني ماشومان دې له ځیرک موبایلونو او ټابلیټ څخه لېرې وساتل شي، ځکه چې په پرلپسې ډول سکرین ته کتل د نظر نظر تر اتیا سلنو پورې اغېزمنوي.

څېړونکې له درې میاشتو څخه تر دري دیرش کلنۍ پورې درې زره کسان څېړلي دي او له هغوی یې د موبایل ټابلیټ ته د کتلو په اړه پوښتنې کړي او د نظر معاینه یې هم ورته کړې ده.

موندلې شوه، هغه ماشومان چې د کمپیوټر سره-سره یې ځیرک موبایلونه هم استعمالول د هغوی د لېرې نظر تر اتیا سلنو پورې اغېزمن کېدلی شي او هغه کسان چې یوازې ځیرک موبایل او ټابلیټ استعمالوي په هغوی کې دا خطر تر دیرش سلنو پورې وي.

د روغتیا نړیوالې ادارې هم خبرداری ورکړی چې له دوو کلونو کم عمره ماشومانو ته باید موبایل ور نکړل شي ځکه د سترګو نظر یې اغېزمنېږي او له دوو تر پنځو کلونو پورې ماشومان باید یوازې یو ساعت سکرین ته تېر کړي.

ددې څېړنې لیکوال رابرټ بورن ویلي دي، چې د زرګونه ماشومانو ډیټا راته وایي چې ځیرک موبایل او ټابلیټ څه ډول د ماشومانو د سترګو دید اغېزمنوي او د لېرې نظر یې کمزوری کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …