خپلواک وېبپاڼه (٦ دسمبر ٢٠١٩): د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د ٦ شپږيزو او ٦ څلوريزو پر مټ په ٥٠ توپونو ٩٤ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د ويسټ انډيز له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره او په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې يې بريا خپله کړه.
د هند او ويسټ انډيز لوبډلې ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په هند کې ترسره کېږي، چې د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن د هند په حېدر اباد کې ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې هندۍ لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ويسټ انډيز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيمرون هيټماير ٥٦، ايوان ليوس ٤٠، کيرون پولارډ ٣٧ او برېنډن کينګ ٣١ منډې وکړې.
د هند له لوري يوژيندرا چاهل ٢، واشينګټن سندر، ديپک چاهار او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ٢٠٨ منډو هدف د هند لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٦ ويکټو يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماته ورکړه.
د هند له لوري لوبډلمشر ويراټ کوهلي په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې د ٦ شپږيزو او ٦ څلوريزو پر مټ يې په ٥٠ توپونو ٩٤ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز کى ايل راهول ٦٢ او ريشاب پانټ ١٨ منډې وکړې. د يادولو ده چې د ويراټ کوهلي نننۍ منډې د هغه په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې دي.
د ويسټ انډيز له لوري خېري پېري ٢، شيلډون کاټرېل او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د هند او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه به د دسمبر په ٨مه نېټه ترسره شي.