کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټویټر د کاروونکو د آسانتیا لپاره یو ډېر غوره او ځانګړی فیچر رامنځته کړ

ټویټر د کاروونکو د آسانتیا لپاره یو ډېر غوره او ځانګړی فیچر رامنځته کړ

د ټویټر ادارې د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره یو ډېر غوره او ځانګړی فیچر رامنځته کړی او د سافټ بلاک نوم یې ورکړی دی.

دا نوی فیچر د نوي محرمیت پالیسۍ سره تړاو لري او په مرسته یې نور کاروونکي کولی شي چې کوم تعقیبونکی پرته له بلاکه لېرې کړي، یعنې له تعقیب څخه یې غورځوي او له یوې میاشتې راهیسې پرې کار کوي.

ددې مطلب دادی چې له نوملړ څخه ایستل شوي کسان پخپل ټایم لاین کې ستاسې ټویټونه نشي لېدلی، خو نېغ په نېغه درته پیغام لېږلی شي.

ددې لپاره د تعقیبونکې نوم سره پر دریو نقطو کلیک وکړئ، بیا هلته د (ریموو فالوور) باندې کلیک وکړئ، له دې وروسته به هغوی ستاسو ټویټونه پر ټایم لاین نشي لېدلی.

او ښه خبره خو داده، کله چې تاسې هغوی لېرې کړئ نو هغوی به نه خبرېږي او که چېرته بلاک شوی نه وي، بیا یې هم تعقیبولی شئ. د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې ټویټر دا آپشن نه درلود.

دا هم ولولئ

اوس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ترافیکي پېښې هم کنترولېږي

د یوې اندازې له مخې هر کال د ۱.۳ میلونو په شاوخوا کې خلک د …