کورپاڼه / جالب / په چین کې د واده یو زلمي د ناوې لپاره د ۶۰ کیلو سرو زرو حیرانوونکې ډالۍ ورکړې

په چین کې د واده یو زلمي د ناوې لپاره د ۶۰ کیلو سرو زرو حیرانوونکې ډالۍ ورکړې

په چین کې د واده یو زلمي د ناوې لپاره د ۶۰ کیلو سرو زرو حیرانوونکې ډالۍ ورکړې او هغې هم د واده په مراسمو کې اچولي ول.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، دغه پېښه، چې ناوې د واده په مراسم کې شپېته کیلو ګرامه سره زر اچولي ول، د چین په هوبي ایالت کې واقع شوې ده.

راپور زیاتوي چې په مراسمو کې ګډون کوونکو هغه وخت د حیرانۍ احساس وکړ، کله چې ناوې په لاسونو کې د ګلونو ګېډې نېولې وه او شپېته کیلو سره زرو په اچولو سره د واده تالار ته دننه شوه.

راپور دغه راز وایي چې دغه شپېته هارونه د واده زلمي له لورې ناوې ته ورکړل شوی او د هر یو هار وزن یو کیلو سره برابر دی او ترڅنګ یې دوه غټې-غټې د سرو زرو لاسي بندونه یې هم ور ډالۍ کړي دي.

پر انټرنیټ د خپرې شوې ویډیو له مخې لېدل کېږي چې ناوې د سرو زرو د وزن په سبب په ډېره ستونزه روانه وي او د واده زلمی ورسره په تګ کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …