کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له امریکا څخه غوښتنه ده، ترڅو هغوی وخت ورکړي ترڅو د افغانستان خلکو ته یو څه خدمت وکړي. هغه دا غوښتنه له الجزیره تلویزون سره په مرکه کې کړې ده.

د رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، د ا.ا اطلاعاتو او کلتور سرپرست له امریکا څخه غوښتنه کړې، چې دوی ته وخت ورکړي ترڅو په افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړي او ترڅنګ یې پر مشرانو د بندیزونو لېرې کولو هم ویلي دي.

نوموړي ویلي چې دوی له امریکا سره په کړي تړون ژمن دی او ټولې ژمنې یې هم عملي کړي، نو اوس وخت دی چې امریکا هم لاس په کار شي او له مشرانو یې بندیزونه لېرې کړي.

خـیـر خـو اه، دغه راز امریکا ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د تـر هـګرو له لورې د امریکا خلاف ونه کارول شي او د ډاډمنې فضاء ډاډ یې ورکړی دی.

خو بل لوري ته تر اوسه پورې د امریکا متحده ايالاتو د ا.ا دغې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا هم ولولئ

رحمت الله نبیل: حنیف اتمر او معصوم ستانکزی ټول عمر د پردیو مهرې وې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د بهرنیو چارو د پخواني …