ا.ا د تېر جمهوري نظام پرمهال د افغانستان بانک سرپرست رییس اجمل اجمدي شپږ نیم میلونه افغانۍ، چې د هغه په بانکي حساب کې وي، کنګل کړي دي.
د رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې ا.ا د اجمل احمدي بانکي حساب، چې ۶.۵ میلونه افغانۍ پکې وې، کنګل کړی، خو تر اوسه نه ده معلومه چې په دومره اندازه روپۍ د هغه په حساب کې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت پرمهال د پر اجمل احمدي ډېر تورونه پورې شول ول او پر ټولنیزو رسنیو ویل کېده چې نوموړی لبنانی دی او د اشرف غني له خپلوانو څخه دی.
دغه راز دا د پارلمان له لورې هغه ته د باور رایه هم ور نه کړل شوه او خلکو یې د لېرې کېدو غوښتنې کولې، خو بیاهم د جمهوریت تر پایه د افغانستان بانک سرپرست پاتې شو.
تر اوسه لا نه ده معلومه چې یادې ۶.۵ میلونه افغانۍ د هغه د معاش روپۍ دي او که له کومې بلې لارې پخپل بانکي حساب کې جمع کړي دي.