کورپاڼه / کرکټ / سریلانکا پر دریو لوبغاړو د بندیز لېرې کولو پرېکړه کړې

سریلانکا پر دریو لوبغاړو د بندیز لېرې کولو پرېکړه کړې

د سریلانکا کرکټ بورډ د دریو هغه لوبغاړو، چې په انګلستان کې یې د (باییو سیکیور ببل) پر وړاندې سرغړونه کړې وه او د لوبو بندیز پرې لګېدلی و، د بندیز د لېرې کولو غوښتنه منلې ده.

راپورونه وایي چې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي هر یو ګوناتکلا، کوشل مینډس او نیروشن ډکویلا انګلستان ته د سفر پرمهال په سرکونو ګرځېدل چې له امنیتي کامرو څخه یې ویډیو ترلاسه شوې وه.

هغه وخت درې واړه لوبغاړي له اړوندو اصولو څخه د سرغړواي په کولو خپل هیواد ته لېږل شوي ول، چې بیا د سریلانکا کرکټ بورډ هغوی یو کال له نړیوال کرکټ بند کړ، شپږ میاشتې له کورني کرکټ او لس میلونه سریلانکایي روپۍ جریمه کړي ول.

دوه اوونۍ وړاندې درې واړو لوبغاړو مینډس، ګوناتکلا او ډکویلا د سریلانکا له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې، چې پر هغوی پورې شوی بندیز دې لېرې کړي، خو هغوی پرته له دې چې په دې اړه بحث وکړي، دغه غوښتتنه یې رد کړې وه.

خو اوس راپورونه وایي چې یاد کرکټ بورډ په درې واړو د کورنیو لوبو د بندیز د لېرې کولو پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه ځکه کوي چې هغوی خپله جریمه پرې کړې ده.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …