کورپاڼه / کرکټ / کریس ګېل د امبروس خبرو غوسه کړی او ملګرتیا یې ورسره ختمه کړه

کریس ګېل د امبروس خبرو غوسه کړی او ملګرتیا یې ورسره ختمه کړه

کریس ګېل د خپلې لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي کرټلي امبروس غوسه کړی او ویلي یې دي چې هغه ته ما ډېر احترام درلود خو اوس یې ژبه ډېره تېزه شوې ده.

کرټلي امبروس ویلي ول، چې په تېر یو کال کې کریس ګېل هیڅ ښه لوبه نه ده، نه یې په خپله خاوره کې ښه لوبه کړې او نه په لیګونو کې زېږېدلی، نو که زه وای نو له لوبډلې مې کېناوه او نړیوال جام ته مې نه اخیسته.

کریس ګېل د امبروس خبرو سخت غوسه کړی او ویلي یې دي چې چې په لوبډله کې یې ترټولو ډېر احترام هغه ته لرلو، خو اوس یې ژبه تېزه شوې او یوازې منفي کلمې ترې رابهر کېږي.

ګېل زیاته کړې چې امبروس په دې ډول غواړي چې شهرت ترلاسه کړي، خو زه وایم چې له ما پرته به د بل چا پام هم ور وانه وړي. نور چې هغه ماته درناوی نلري نو زه یې هم ورته نلرم.

نوموړي زیاته کړې چې زما او د امبروس ملګرتیا تر همدې ځایه وه، اړینه خو دا وه چې هغه د لوبډلې ملاتړ کړی و، نو د هغه پر وړاندې زما درناوی لرل هم پای ته ورسېده.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …