کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، ځکه دغه مخلوق یوازې تر کیسو او فلمونو محدود دي او همدا لامل دی چې د جوړښت په اړه یې له موږ سره هماغه تصویر دی، کوم چې په فلمونو کې مو لېدلی دی.

کله چې انسان پرمختګ وکړ او په فضایي رازونو د پوهېدو یو څه برلاسی شو، نو له هماغه وخته ددې په لټه کې شو چې آیا په دې پراخه کایناتو کې موږ تنها یو او که زموږ په څېر نور مخلوقات هم شته؟ هغه څه ډول ژوند کوي؟ پرمختللي دي او وروسته پاتې؟

ددې پوښتنو د څه ناڅه ځواب لپاره سټیفن هاکنګ یو څه هڅه وکړه او ادعا یې کړې چې فضایي مخلوق په کومه سیاره کې شته او د ځمکۍ په لور د راتګ هڅه کوي، که چېرته موږ هلته د تګ یا هغوی د راتګ هڅه وکړه تو پرځمکه به لویه تباهي رامنځته شي.

په دې وروستیو کې د کوینزلېنډ پوهنتون څېړونکو ادعا کړې ده، چې له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې سره سیاره شتون لري او له هغې څلور بېلابېل ډوله حیرانوونکې وړانګې خارجېږي.

څېړونکو ویلي چې د څېړنو په لړ کې یې بېلابېلې څپې وموندلې او دا لومړی ځل دی چې دوی راډیویي څپې مومي او له دې داسې ښکاري چې هلته کوم فضایي مخلوق مېشت دی.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …