کورپاڼه / جالب / هغه ماشوم چې د زېږون پرمهال ۶۰۰ ګرامه و

هغه ماشوم چې د زېږون پرمهال ۶۰۰ ګرامه و

هغه ماشوم چې له خپل ټاکلي وخت څخه اوولس میاشتې وړاندې یې نړۍ ته سترګې غړولې وي، په روغتون کې تر پنځه میاشتو جدي څارنې وروسته کور ته رخصت شوی او روغتیا یې د ډاډ وړ ده. ددې ماشوم وزن د زېږون پرمهال ۶۰۰ ګرامه و.

دا ماشوم عدل نومېږي او د روان کال د مارچ په ۲۰مه نېټه په ابوظبۍ کې زېږېدلی او د زېږون پرمهال مور او زوی دواړه له جدي څارنې لاندې ول او په پنځه میاشتو کې دننه یې دوه عملیات هم ور وکړل او له روغتون څخه په رخصتېدو وزن څلور کیلو شوی دی.

ډاکتر دعا المصري ویلي دي چې دا یو ډېره نادره قضیه ده، ځکه ماشوم په ۲۳ اوونیو کې نړۍ ته راغلی او عموماً له لسو تر پنځلسو داسې قضیې وي، خو موږ هیله له لاسه ور نکړه او تر جدي څارنې لاندې مو ونېوه ترڅو ژوند یې وژغوره او هلته مو د ډراپ په مرسته خواړه ورکول.

له زېږون یوولس ورځې وروسته معلومه شوه چې په کولمو کې یې سوری دی، چې بیا یې عملیات وکړل، اغېزمنې شوې برخې یې سره بېلې کړې او بیا یې عملیات وکړل.

د روغتون ټولو کارمندانو د هغه په لېدو د خوښۍ احساس وکړ او د عدل د ژغورلو د هڅې کولو په سبب د هغه والدینو د روغتون له کارمندانو ډېره مننه وکړه.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …