کورپاڼه / خبرونه / یوه شرکت په رسمي توګه د ملي لوبډلې مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل
افغانستان لوبډله

یوه شرکت په رسمي توګه د ملي لوبډلې مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د راپور پر اساس، صدیقي ګروپ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو لپاره په رسمي توګه د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.

کرکټ بورډ پخپله اعلامیه کې زیاته کړې ده:((صدیقي ګروپ دغه حقوق د څلور نیم لکه امریکايي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي چې پر همدې بنسټ له اصولو سره سم د لوړې اندازې په پایله کې په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی وپېژندل شو.))

دا په داسې حال کې ده، چې له ډېرې مودې راهیسې ملي لوبډلې هیڅ مالي ملاتړ نه درلوده او کرکټ بورډ هم په یوه او بله بهانه دغه موضوع پټوله او اوس یې هم په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراییوي رییس ډاکتر حامد شینواري له یو هندي شرکت سره د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ لپاره تړون لاسلیک کړی و، چې په یاده اداره کې د ادلون، بدلون په سبب بیا لغوه شوه.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام دوه ورځې وروسته د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په عمان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …