کورپاڼه / اسلام / کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

که چېرته له کوم غم، درد، ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ یاست، نو دا وظیفه وکړئ او د کولو وخت یې هم د جمعې مبارکه ورځ ده.

ددې لپاره د جمعې په ورځ کله مو چې د پښو او لاسونو نوکونه پرې کړل، نو په یو کاغذ یا ټشو کې تاو کړئ او بیا د سورت البقرة (۱۵۶) نمبر آیت شریف (إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ) ولولئ.

دغه آیت شریف ۱۰۱ ځلې پر نوکونو ولولئ او په اول او آخر کې یې درې-درې ځلې درود شریف ولولئ او ترڅنګ یې کومه ستونزه، ناروغۍ یا غم چې لرئ، هغه درسره په نیت کې ونیسئ او دا عمل ترسره کړئ.

کله چې مو دغه عمل یا وظیفه ترسره کړه، نو له هغې وروسته یې پرې ور چوف کړئ او بیا یې په هغه ځای کې خښ کړئ، چېرته چې انسان نه ګرځي او په ګلدانیو کې یې هم اچولی شئ.

ان شاءالله په بشپړ باور سره چې دغه عمل مو له هر ډول ستونزې او ناروغۍ څخه ژغوري. باید په یاد یې ولرئ چې څومره اوونۍ یې تکرار کړئ، په هماغه اندازه ښه وي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …