کورپاڼه / کرکټ / لانس کلوزنر: پاکستان ددې وړتیا لري چې هند ته په ډېرې آسانۍ سره ماتې ورکړي

لانس کلوزنر: پاکستان ددې وړتیا لري چې هند ته په ډېرې آسانۍ سره ماتې ورکړي

د سویلي افریقا پخوانی الراونډر لوبغاړي او د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر ویلي دي، چې د پاکستان کرکټ لوبډله ددې وړتیا لري چې هند ته په آسانۍ ماتې ورکړي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي دي، چې د بابر اعظم په لوبډلمشرۍ د پاکستان لوبډله کولی شي چې په نړیوال شل اوریز جام کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړي، خو په دې شرط چې ښه لوبه وکړي.

په نړیوال شل اوریز جام کې به د اکتوبر په ۲۴مه نېټه هند او پاکستان سره مخامخ شي او کلوزنر له ټایمز اف انډیا سره په مرکه کې ویلي دي چې دا لوبه به د ټولو لپاره یادګاري وي.

د افغان لوبډلې مشر روزونکې زیاته کړې ده، چې د هند او پاکستان سیالي تل یوه ستره سیالي وي، په ځانګړي توګه د نړیوال جام په څېر سترو سیالیو کې ځانګړی ارزښت لري.

نوموړی دا هم ویلي چې پاکستان اوږد سفر کړس او ځینې ښه توپ وهونکې یې هم اماده کړي او د پاکستان توپ اچونه تل چیلنج وي، نو که ښه لوبه وکړي نو بریا باوري ده.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …