کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ پیغامونو د بیا ترلاسه کولو متبادله طریقه

د وټساپ پیغامونو د بیا ترلاسه کولو متبادله طریقه

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ کاروونکې هغه وخت له ستونزو سره مخ کېږي، کله چې د بیک اپ په مرسته زړه ډیټا ترلاسه کوي، ځکه چې د ډیټا د بیا ترلاسه کولو د سل سلنه پوره کېدو وروسته اپلیکیشن کار پرېږدي او کاروونکي ډیټا له لاسه ورکوي.

له ډېرې مودې راهیسې وټساپ یادې ستونزې ته څه حللاره نه وه موندلې او کاروونکي اړ ول، چې له بیک اپ لاس واخلي او د پیغامونو ډیټا یې ضایع کېدله، خو اوس یې حل لاره وړاندې کړې ده.

طریقه یې په دې ډول ده:

د وټساپ اکونټ به له ګوګل دراییو سره لینک کړئ او (https://drive.google.com) کې به ګوګل اکونټ لاګ ان کړئ، بیا به Settings پرانېزئ، Manage Apps ته به لاړ شئ، هلته به وټساپ میسنجر باندې کلیک وکړئ او Disconnect from Drive باندې کلیک وکړئ.

اوس به وټساپ انسټال کړئ، له دې وروسته فایل منیجر استعمالذکړئ (/user/Android/Media/com.whatsapp/WhatsApp/Databases) په اخر کې به ثبت شوی فایل انتخاب کړئ، بیابه یې نوم ور بدل کړئ (msgstore.db) او crypt ایمسټینشن یې همداسې پرېږدئ

اوس هڅه وکړئ چې وټساپ بیا انسټال کړئ او له اکونټ سره تړلی نمبر به استعمال او لاګ ان کړئ او له هغې وروسته به یې له ګوګل دراییو څخه د ترلاسه کولو هڅه وکړئ او که کار یې ونه کړو نو عادي بیک اپ وکاروئ.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …