کورپاڼه / کرکټ / د آی پي اېل لوبډلې درې کورني او یو بهرنی لوبغاړی له ځان سره ساتلی شي

د آی پي اېل لوبډلې درې کورني او یو بهرنی لوبغاړی له ځان سره ساتلی شي

د هند کرکټ بورډ د سترو تجارتي سیالیو (آی پي اېل) لیګ لوبډلو ته اجازه ورکړه چې پرته له بولۍ واخلي، خو دا پرېکړه به د دوو نوو لوبډلو لپاره د ګټې وړ نه دی، ځکه چې د هغوی لپاره به دا یو څه ستونزمنه وي.

د معلوماتو له مخې، د آی پي اېل بل پړاو کې به لس لوبډلې وي، چې دوه لوبولې به زیاتېږي او دا هم ویل کېږي چې دې سیالیو ته به له وړاندې د بولۍ له لارې لوبغاړي واخیستل شي او ځینې لوبډلې به د اصلاحاتو شاهدې وي.

راپور زیاتوي چې د آی پي اېل لوبډلې کولی شي چې له بولۍ وړاندې درې کورني او یو بهرنی لوبغاړی له ځان سره وساتي او دوه نوې لوبډلې کولی شي چې بولۍ ته له نوملیکونکو لوبغاړو څخه کوم لوبغاړی واخلي.

په دې اړه ویل کېږي چې د لوبغاړو د اخیستلو په اړه د هند کرکټ بورډ کومه اندازه نه ده ټاکلې، بلکې دا د لوبغاړي او لوبډلې ترمنځ جوړجاړی دی، چې په هر څو سره جوړېږي.

د هند کرکټ بورډ د اصولو له مخې د دواړو نوو لوبډلو لپاره بولۍ لګونکي شرکتونه باید لږ تر لږه د درې میلیارده روپیو کاروبار ولري او د دواړو لوبډلو بولي به دوه میلیارده روپیو څخه پیلېږي، چې په نومبر کې به ترسره شي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …